په فراه کې د "ایمان او آداب په اسلام کې" سیالي ترسره شول
 
فراه داټ کام
خبری، فرهنگی، اجتماعی، معلوماتی و...

په فراه کې د "ایمان او آداب په اسلام کې" سیالي ترسره شول


د خپرېدو نېټه: 10/15/2013

راپور: همایون ذهین
په فراه ولایت کې د نهاد جوانان مسلمان (نجم)- د جمعیت اصلاح افغانستان د ځوانانو څانګي لخوا ۱۸ ورځي وړاندي اعلان شوې مسابقه پرون د جمعي په مبارکه ورځ د تلي د میاشتي په۱۸ نیټه د سهار ۹:۰۰ بجو تر ۱۰:۰۰ بجو پوري ترسره شوه.
د دي سیالي لپاره د پیاوړي لیکوال ( عمربن عبدالعزیز ) کتاب ( ایمان و آداب در اسلام ) ټاکل شوی وو.
د مسابقی اصلی موخي د فراه ولایت ځوانانو په خاصه تنکیو ځوانانو او ماشومانو په اسلامي اصیل فرهنګ پوهول او د داسي نسل په روزنه کې ګام اخیستل وي، چې ټول فردي او ټولیز اړیکي او کرني يې په اسلامي ایمان او اداب سره سم وي او په راتلونکي کې د يوي سالمي او هدفمند ټولني وګري جوړه کړي.
د نوم لیکني/ ثبت نام نیټه:
د ۱۳۹۲ هـ. ش کال د تلی د میاشتي د لومړي نیټې نه تر۱۲نیټي پوری وو.
انجنیر خدایرحیم (همت) په فراه کې د " نجم" د عامه اړیکو مسوول، و اصلاح میډیا ګروپ ته وويل چې: په دغه سیالۍ كې د دي ولایت د بیلابیلو لیسو، ښونځیو او دینی مدارسو څخه ټول ټال(۵۵۰) تنو زده کوونکو چې ( ۱۰۸) تنه يې ښځينه وو، ثبت نام کړی وو.
ښاغلۍ همت زیاته کړه: چې سیالۍ تحریري بڼه درلوده چې د ورورۍ په فضا كې د بشپړ نظم په رعایت سره ترسره شوه.
۱۶کلن عبدالمنان د شیخ ابونصر فراهی د لیسي د لسم ټولګي زده کوونکي چې په دي سیالي کې يې ګډون کړي وه، وویل: " دا زما لپاره مهمه نده چې لوړه نمره وګتم که نه؛ څه چې ما غوښتل هغه ددي ګتوړي کتاب لوستل و، چې هغه مې زده کړ."
هغه زیاته کړه: ما په دي کتاب چې ډیر ګتوړ موضوګانې لکه: ادب او د پلار او موره سره رفتار، ادب او په ښوونځي کې رفتار، ادب په ټولنه کې د یو مسلمان ځوان په حیث راڅرګنده کیدل... د خدا، پیامبر، ملایکي او... باندي ایمان درلودل او ډیر نور ګتوړ موضوګاني.
د یادلو وړ ده چې ددي سیالي پایلې به یې جمعي په ورځ د لړم د میاشتی په ۳ نیټه د سهار پر ۹:۰۰ بجو، د فراه په ښار کښې د ورونو نه د غرجستان په خصوصي پوهنتون کې او د خویندو نه د توحید علمي او کلتورې په مرکز کې د یو شاندار مراسم په ترڅ كې اعلان شي او په لوړو نمرو بریالیو ګډون کوونکو ته به جواېز ورکړل شي. إن شاءالله!
















نظرات شما عزیزان:

نام :
آدرس ایمیل:
وب سایت/بلاگ :
متن پیام:
:) :( ;) :D
;)) :X :? :P
:* =(( :O };-
:B /:) =DD :S
-) :-(( :-| :-))
نظر خصوصی

 کد را وارد نمایید:

 

 

 

عکس شما

آپلود عکس دلخواه:







 
 
نویسندگان
پیوندها
آخرین مطالب